IQNA

د پاکستان دفاع وزیر وائي ؛د اسرائيلو تیریو ته د ایران ځواب یو  روا حق دی

16:33 - April 16, 2024
د خبر لمبر: 3489058
ایکنا - د پاکستان دفاع وزیر ددې خبرې په منلو سره چې د ایران له اسلامی جمهوریت سره ددښمنیو دلیل  د فلسطین له مظلوم ملته ددغه هیواد ملاتړ  دی ، ټينګار وکړ، په دمشق کې د ایران په کنسولګرۍ د اسرائيلي رژيم  حمله ددوي پر مځکنۍ بشپړتیا  تیری دی، نو ځکه ددغه تیري په ضد د تهران  کوټلی اقدام  یو دفاعي او مناسب  ځواب ؤ.

ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور ارکړ،  دپاکستان دفاع وزیر خواجه آصف  د پاکستان له جیونیوز خبری چینل سره په خبرو کې  ووئيل، اسرائيلی رژيم  په  دمشق کې د ایران په کونسلګرۍ بانډې په حملې سره په حقیقت کې د یوه خپلواکه هیواد پر خاورې  حمله کړې ده چې په نتیجه ئې ئې د ایران یو شمیر پوځي سلاکاران  شهیدان شوي دي.

هغه ټينګار وکړ،  د ایران په ډيپلوماټيکو ځایونو باندې د اسرائيلو له تیریو وروسته ، دتهران غچ اخستل شوني  وو، نو ځکه د صهیونیسټ رژیم په ضد د ایران د اسلامی جمهوریت  پوځي عملیات ددوي روا حق او یو متناسب اقدام ؤ .

د پاکستان دفاع وزیر ووئيل،  ایران د اسرائيلو په ضد په عملیاتو سره ددغه رژيم پوځي   جغرافیا ترلاسه کړې ده او ددغه ټول ټاټوبی نقشه ئې ډيزاین کړې ده،نو ځکه  د صهیونیسټانو له خوا هرډول نوی تیری یا اقدام به  د دوي په ضرر تمام شي.   

 هغه ووئيل، د جنګ پراختیا د پاکستان پشمول  پر ټولې نړۍ اغیزې شیندي او په داسې حال کې چې لوي قدرتونه داسرائيلو ملاتړي دي  او هر هغه څه چې د  ایران په ضد ترسره کیږي،له له دغه هیواد سره ددښمنیو  دلیل ، له فلسطینه دایران د اسلامی جمهوریت ملاتړ دی .

د پاکستان دفاع وزیر  دغه راز د ایران او پاکستان د  دوو اړخیزو اړیکو په باب  ووئیل،  ددواړو هیوادونو اړیکې پیاوړي شوي دي او باؤري یوو ،پخپل مینځي سلامشورو او راشه  دیرشه سره  نود ګیسو د مشترکه پروژې د پرمخ بیولو چارې به ډیرې زر پیل شي.  خواجه آصف په عین حال کې ټينګار وکړ، دغه هیواد خپله فیصله کړې ده  او د پاکستان په خاورې کې د ګیس پایپ لاین د جوړولو جوګه دی او له ګوادر بندره د ایران تر پولې  د ګیس پایپ لاین د جوړولو بهیر په نهائي کیدو دی .

https://www.irna.ir/news/85445876

captcha